یو شمېر رسنیو په غزه کې د چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په دغه تړانګه د اسرائیلو د یرغل له پیله تر دې وخته ۳۳ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزې تړانګه چارواکو ویلي، چې دغې تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو او روانو ظلمونو له امله ۱۵ زره ۶۴۹ فلسطیني ماشومان وژل شوي او ۱۷ زره نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته د روغتیا نړۍ وال سازمان ویلي چې په دغه تړانګه کې نږدې لس زره ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د دغه سازمان مشر “تدروس ادهانوم ګبریسوس” ویلي، چې په غزه کې ۸ زره هغه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري، له خوارځواکۍ سره مخ دي او د دوی ژوند ګواښي.
اخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې نن پنجشنبې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په غزه کې روانه جګړه د دې لامل شوې، چې په ټوله نړۍ کې له خپلو کورونو د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۱۲۰ میلیونو ته ورسېږي.
دغې ادارې په وروستیو کې د “سوډان” کورنۍ جګړه او “میانمار” کې روان تاوتریخوالي د دغه شمېر د زیاتوالي دوه نور مهم لاملونه بللي دي.