تېره شپه د کراچۍ ښار هوایي میدان ته نږدې د چینایانو په موټریز کاروان برید وشو چې په ګڼ تعداد سره موټر یې تخریب کړل او د تلفاتو په اړه یې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
خو د کراچۍ ښار د ختیځ زون د پوليسو مشر غلام اظفر مېهسر رسنیو ته ویلي چې د چاودنې له امله ډېر موټر تخریب شوي او دا لا معلومه نه ده چې په دې موټرو کې څومره کسان ژوبل شوي او څومره وژل شوي، خو معلوم دوه کسان وژل شوي دي.
بلخوا بلوڅ بېلتون غوښتونکو د دې چاودنې مسئولیت په خپله غاړه اخستی او ویلي یې دي چې، د چینایي انجنیرانو په موټریز کاروان باندې یې د یو تن په وسیله برید کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې څه موده کېږي حالات انتهايي زیات خراب دي؛ د پاکستان حکومت ته په کور دننه د سیاسي ډلو د مخالفتونو ترڅنګ بلوڅ بېلتون غوښتونکي یو سر خوږی جوړ شوی دی.