په کراچۍ کې د چین جنرال کونسل یانگ یندونگ وايي، پاکستان ته شخصي کارخونې په زور نه‌شو راوستلی؛ ځکه په پاکستان کې امنیتي وضعیت خراب دی او پاکستانی حکومت دې امنیت برابر کړي.

نوموړي له پاکستاني حکومت غوښتي، چې د چین پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) او د شخصي کمپينوو د پانگونې د امنيت لپاره دې گامونه واخلي.

یانگ یندونگ په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې دویم پړاو پیلېږي؛ نو پاکستان دې امنیت باوري کړي.: «په دویم پړاو کې به نورې شخصي کمپنۍ رابلل کېږي نو پاکستان باید په دې پوه شي چې داسې شرکتونه په زور نه شي راوستل کېدلی.د پانگونې لپاره باید یو امنیتي چاپېریال برابر شي.»

نوموړي ویلي، سیپپک او گوادر د نړیوالو اړیکو لپاره مهم بندر دی او په دویم پړاو کې به نور شرکتونه هم پانگونې ته رابلل کېږي.

پاکستان دې لومړی یو امنیتي چاپېریال برابر کړي او چینايي پانګه‌وال به هم په ډاډ سره پانګونه وکړي.پاکستان د چین څخه تر ټولو ډېر پوروړی دی او چین لومړی هېواد دی چې په پاکستان کې یې په لویو اقتصادي پروژو پانگونه کړې ده.

په کراچۍ کې د چین جنرال کونسل داسې مهال له پاکستان د امنیت غوښتنه کوي، چې د تېرې مارچ په میاشت کې په خیبر پښتونخوا کې ۵ چینايي انجینران ووژل شول

.روانه اوونۍ د بلوڅو قومي خوځښت په ګوادر کې پرلت پیل کړی او له پاکستاني حکومت د خپلو حقه حقوقو غوښتنه کوي.د گوادر تړون له چینايي شرکتونو سره شوی او بلوڅ ملت‌پال دغه تړون د ځان په زیان ویني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version