د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې په هېواد کې د څه باندې ۶۶۰ لرغونو سیمو له کشف او ثبت څخه خبر ورکړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وایي چې د دغه وزارت لرغون پوهان د زیاتو کیندنو په لړ کې توانېدلي دي چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په تېره بیا کابل کې ۶۶۰ تاریخي ساحې کشف او ثبت کړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند په خپره شوې خبرپاڼه کې وايي: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ریاست د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، په تېرو درې کلونو کې توانېدلی چې د خپل تخنیکي او مسلکي ډلو په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۶۸ لرغونې ساحې تشخیص او ثبت کړي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي چې، کابل او ولایتونو کې څه باندې ۵۶۰۰ تاریخي او لرغوني اثار د دغه وزارت د لرغون پېژندنې له ریاست سره ثبت دي.

د کلتوري چارو شنونکي، لرغونپوهان او فرهنګپال په هېواد کې د کشف شویو تاریخي او لرغونو ځایونو پر ارزښت ټینګار کوي؛ او له حکومت غواړي چې د دغو اثارو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د دوی په وينا د کلتوري او تاريخي سيمو کشف او هغوی ته پاملرنه هېواد ته د بهرني او داخلي سیلانیانو په جذب کې مهم رول لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو په هېواد کې د لرغونو او تاریخي اثارو د ساتنې ډاډ ورکړی و. 

ځواب پریږدئ

Exit mobile version