Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»په کوهدامن کې د عطاء محمد نور د نفوذ ناکامې هڅې
    سیاسي لیکني

    په کوهدامن کې د عطاء محمد نور د نفوذ ناکامې هڅې

    عمران آغاعمران آغا28 اگست 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هېواد په روان سیاسي وضعیت کې یو ځل بیا د هغو زړو او منفورو څېرو خاینانه تصمیمونه او نقشې افشاء شوې دي، چې تل یې د واک په طمعه د افغان ولس په برخلیک ملنډې وهلې دي. په بهر کې مېشتې زړې سیاسي څېرې، لکه عطاء محمد نور، یونس قانوني، امان الله ګذر او نور دا ځل غواړي د کابل په شمال، په ځانګړي ډول کوهدامن کې د پخواني نفوذ د بیا فعالولو په غرض شوم او نوي تخریبي پلانونه پلي کړي‌.

    دوی دا ځل تر یوه نوي نوم لاندې هڅه کوي چې په یاده سيمه کې شبکې فعالې کړي، په داسې حال کې چې تر شا یې د ځینو بهرنیو کړیو لاس هم دی. د مخالفینو په ټولو فعالیتونو کې د بهرنیو کړیو لاس لرل تقریباً شرط ګرځېدلی، ځکه دوی د دې توان نه لري چې په خپلواک ډول یو څه وکړي او د ناکامۍ پیل یې هم له همدې ځایه کېږي.

    عطاء محمد نور د خپل استازي محبوب‌ الله صديقي له لارې غواړي په سیمه کې د الماس زاهد پر وړاندې نوې تقابلي پروژې طرحه کړي. څرنګه چې الماس زاهد له دوی خپله لاره جلا کړې، غورياني او حزب ‌اسلامي ته یې تمایل ښودلی، نو د ده شتون د عطاء محمد نور د ډلې لپاره مانع ګڼل کېږي؛ نو لومړنی هدف یې دا دی، چې الماس زاهد د تش په نوم «مقاومت شورا» له تشکیلاتو ګوښه کړي.

    د دغې سیاسي معاملې په بل پړاو کې، عطاء نور او ملګري یې پلان لري، چې د الماس زاهد پر ځای امان ‌الله ګذر په یاده شورا کې ځای کړي. دوی اراده کړې چې د ګذر په کارولو سره به په کوهدامن کې خپله نفوذي خلاء ډکه کړي او په مصنوعي بڼه د جمیعت ګوند پخوانۍ مهرې بیا وکاروي. خو میداني واقعیتونه بیا بېل دي، د دوی هر راز پلانونه پکې شنډېږي، ځکه دوی په ولس کې منفور شوي او نور نه شي کولای چې بیا خپل پخوانی حیثیت ترلاسه کړي او خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

    د څېرو دا تبادله او د نویو نفوذي ځایونو سنجول دقیقاً د جنګسالارانو هغه له کاره لوېدلي تاکتیکونه دي، چې تر دې وړاندې یې هم اغېز نه دی لرلی. عطاء محمد نور او ملګرو یې وړاندې هم، تر مختلفو نومونو لاندې په لسګونو ائتلافونه او ډلې جوړې کړې دي، خو څرنګه چې دا هڅې يوازې د سياسي لوبو لپاره وې او په ساحه کې یې هیڅ ولسي ملاتړ نه درلود، بې له کومې ملموسې پایلې بېرته په څو ورځو کې منحل شول.

    د کوهدامن او د کابل د شمال دروند ولس هم نور هيڅکله د دغو معامله ګرو جنګسالارانو د خیالي پلانونو قرباني کېدو ته حاضر نه دی. عطاء محمد نور، یونس قانوني او نور همکاران یې که تر دې وروسته هم هر ډول پلان جوړ کړي، د ولس په هوښیارۍ او بیدارۍ به د تېرو هغو په څېر په لومړیو ورځو کې خنثی او له منځه لاړ شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد شمالي کوریا خبرداری؛ د امریکا د وسلو پلور ته به «قوي او سمدستي» ځواب ورکړو

    مربوطه لیکنې

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    25 اگست 2026

    پنځه کلن سفر؛ له جبهه‌ سازۍ تر زواله او راروانې راتلونکې

    24 اگست 2026

    سمیع سادات؛ له جګړې د پاکستان تر غېږې

    20 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 28 اگست 2026

    په کوهدامن کې د عطاء محمد نور د نفوذ ناکامې هڅې

    د هېواد په روان سیاسي وضعیت کې یو ځل بیا د هغو زړو او منفورو…

    د شمالي کوریا خبرداری؛ د امریکا د وسلو پلور ته به «قوي او سمدستي» ځواب ورکړو

    28 اگست 2026

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي: امریکا باید پوه شي چې فشار نتیجه نه ورکوي

    28 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په کوهدامن کې د عطاء محمد نور د نفوذ ناکامې هڅې

    28 اگست 2026

    د شمالي کوریا خبرداری؛ د امریکا د وسلو پلور ته به «قوي او سمدستي» ځواب ورکړو

    28 اگست 2026

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي: امریکا باید پوه شي چې فشار نتیجه نه ورکوي

    28 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،184 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،131 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،249 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.