د کرملین ماڼۍ اعلان کړی، چې له ډونالډ ټرمپ سره په تقریباً يونيم ساعته ټلیفوني خبرو کې ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشر له هغه وړاندیز سره موافقه کړې، چې د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو دې د ۳۰ ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه ودروي او د روسیې پوځ ته یې امر وکړ چې دا کار عملي کړي.

کرملین ټینګار کړی، چې پوتین د اوربند د نوښت په چوکاټ کې اوکراین ته د وسلو د لېږد د بندولو غوښتنه کړې او د بهرنیو پوځي او استخباراتي مرستو بشپړ بندېدل یې یوې موافقې ته د رسېدو اساسي شرط ګڼلی دی.

په دې ټلیفوني خبرو کې پوتین له ۱۷۵ اوکرایني بندیانو سره د ۱۷۵روسي بندیانو د تبادلې اعلان هم وکړ.

د سرچينې په وينا پوتين او ټرمپ دغه راز په اقتصادي همکاريو، د وسلو په مخنيوي او نړيوال امنيت هم بحث او خبرې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version