د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکرایني ځواکونو له لوري د ځینو سیمو د نیولو وروسته، د لومړي ځل لپاره له کورسک څخه لیدنه کړې.
پوتین چې د روسیې پوځي یونیفورم یې اغوستی و، د کورسک د کنټرول مرکز ته تللی او هلته یې د جګړې د وضعیت ارزونه کړې.
د راپورونو له مخې، د کرسک په جبهه کې اوکرایني ځواکونو ۶۷۰۰۰ تلفات ګاللي، ۷۰۰۰ موټر یې ویجاړ شوي او د یادې سیمې نږدې ۹۰ سلنه یې له لاسه ورکړې ده.