Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پوروړی پاکستان په کومه معامله د امریکا – اسرائيل په صف کې ودرېد؟
    لیکني

    پوروړی پاکستان په کومه معامله د امریکا – اسرائيل په صف کې ودرېد؟

    عمران آغاعمران آغا24 جنوري 2026څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د غزې له څه باندې دوه کلنې خونړۍ جګړې وروسته چې د اسرائیلو له لوري د فلسطیني ولس پر وړاندې ترسره شوه او د یادې جګړې په جريان کې تر ۷۰ زره پورې فلسطیني وګړي شهيدان او له بې کورۍ سره مخ شول، اوس هم په دې ساړه ژمي کې د سرپناه ځایونه نه لري او ماشومان یې د یخ باد او باران له کبله ژوند له لاسه ورکوي؛ دا په داسې حال کې چې ټرمپ د «سولې بورډ» په نوم د فلسطیني ولس او اسرائيلو ترمنځ د جګړې ختمولو طرحه وړاندې کړې، دا طرحه اصلاً د امريکايي او اسرائيلي ګټو د خونديتوب لپاره رامنځته شوې وه، ترڅو په فلسطین کې فعال خوځښتونه وځپي.

    د امريکايي بلاک له لوري د سولې بورډ له رامنځته کېدو څخه هدف د اسرائیلو مشروعیت نړيوال کول، د اسلامي هېوادونو وېشل، پر نورو هېوادونو د اسرائیلي جګړې د مالي لګښتونو وېش، د چین، روسيې او ایران نفوذ کمول شامل دي او هر هغه هېواد چې بورډ ته داخلېږي، عملاً د امريکا په بلاک کې حسابېږي. هېوادونه به په دې بورډ کې د شموليت لپاره يو ميليارد امريکايي ډالر ورکوي، ترڅو په هر حالت کې د بورډ له لوري د ترسره کېدونکو پرېکړو اطاعت وکړي.

    د پاکستان له لوري د «سولې بورډ» غړيتوب منل تشريفاتي نه، بلکې د اقتصادي مجبورۍ، ستراتيژيکو اړيکو جوړولو او امريکا – اسرائيلو ته د وفادارۍ ښوودلو په معنی ده او ياده پرېکړه یې په داسې حال کې وکړه چې فلسطیني وګړي د نسل وژنې له خونړي جريان سره غاړه غړۍ وو او د مسلمانانو د مرستې په انتظار یې ستوني خپ او اوښکې وچې شوې، خو د مرستې څرک یې په زره بین کې لا نه ښکارېده.

    پاکستانی پوځي رژیم چې هر وخت ځان د فلسطين او نورې اسلامي نړۍ خواخوږی بولي، د دې ترڅنګ ځینې درباري علماء هم همدا خبره په کلکه کوي، چې د پاکستان پوځ دا اعزاز لري چې پاکستاني پوځیان د حرمین ساتونکي دي او پاکستان د مسلمانانو لومړنی اټومي هېواد دی، په داسې حال کې چې د سولې بورډ تر نامه لاندې به په فلسطین کې، د فلسطیني وګړو او هلته فعالو خوځښتونه پر وړاندې د اسرائیلي عسکرو سره اوږه پر اوږه د اجرتي قاتلانو رول لوبوي او په فلسطین کې به د اسرائیلو له لوري د روانې نسل وژنې تسلسل ژوندی ساتي.

    هند سره له دې چې له اسرائیلو سره ښې او ژورې اړيکې لري، خو په یاد بورډ کې یې له ګډون څخه انکار وکړ، ترڅو خپل استقلال وساتي او دا یې هم شاید انګېرلې وي چې په ياد بورډ کې غړيتوب اخیستل به په نړيواله کچه د هند پر وړاندې د مسلمانانو حساسيتونه را وپاروي او په راتلونکي کې به هند ته سرخوږی جوړ کړي.

    د پاکستان امنيتي وضعيت چې له څه مودې راهیسې له ننګونو سره مخ دی او پوځیان یې د امنیتي وضعیت په مهارولو کې پاتې راغلي دي، نو د پوځ درباري علماوو لکه طاهر اشرفي، مفتي عبدالرحیم او نورو په هره غونډه او مرکه کې هند – اسرائیل – افغانستان یو متحد مثلث بولي، چې دا ادعا تل د پاکستان د داخلي سیاست، د پوځ د برلاسۍ او د ولس د ذهني انحراف لپاره په ډېره بې شرمۍ سره کاروي، خو په یاد بورډ کې د پاکستان شموليت دا په ډاګه کړه چې د درباري علماوو حیثیت تل تر دې ټيټ وي او د يو څو پيسو په مقابل کې د باطل لپاره قرآني آيتونه تحریفوي او باطل ته د حق جامه ور اغوندي.

    افغانستان چې تقریباً له نیمې پېړۍ جګړې وروسته یې د آرام ساه واخیسته او ټپونه یې لا هم ژور ديؤ خو بیا یې هم د اسرائیلي تېري پر وړاندې د فلسطيني ولس د مشروع غوښتنو او مبارزې ننګه کړې او بار بار یې په خپلو اعلاميو کې د هغوی قربانۍ او مبارزه ستايلي دي، د روانې نسل وژنې پر وړاندې یې غږ پورته کړی او د فلسطیني ولس ترڅنګ یې د درېدو او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

    د ټرمپ له لوري د «سولې بورډ» د شموليت لپاره په مسوده کې يو میلیارد ډالر ښودل شوي دي، يعنې هر هغه هېواد چې غواړي په یاد بورډ کې غړيتوب ترلاسه کړي، نو باید يو میلیارد ډالر مخکې له مخکې ورکړي، خو مهمه دا ده چې پاکستان له آی ایم ایف، چین او نورو عربي هېوادونو په میلیاردونو ډالره پوروړی دی او د یاد پور د ورکولو توان نه لري، نو څنګه کولای شي چې د سولې بورډ د شموليت لپاره يو ميليارد ډالر ورکړي؟

    څه موده وړاندې چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او لومړي وزير امريکا ته رسمي سفر ترسره کړ، له ټرمپ سره یې له نږدې ملاقات وکړ، د هغه ملاقات په جريان کې د امریکا ولسمشر ته د عاصم منیر له لوري په ځانګړي بکس کې قیمتي غمي وړل شوي وو، ترڅو ټرمپ دې ته وادار کړي چې په پاکستان کې امريکايي شرکتونه د پښتونخوا او بلوچستان د معدنياتو په را ويستلو کې سهیم کړي؛ داسې انګېرل کېږي چې د سولې په بورډ کې د غړیتوب لپاره د پښتونخوا او بلوچستان پر معدنياتو معامله شوې او په بدل کې یې ټرمپ د سولې په بورډ کې پاکستان ته غړيتوب ورکړی دی.

    دا ډول پرېکړه د پاکستان د حاکم نظام لپاره يوه تاريخي او اخلاقي ازموينه وه چې له‌ بده مرغه د شخصي واک د دوام لپاره یې د اسرائيلي رژیم ملګرتيا غوره او د بې وسه مسلمان هېواد په وړاندې یې د درېدو فیصله وکړه. پاکستاني پوځي رژیم وښوده چې د پاکستان حاکم پوځي رژیم هېڅ ډول اخلاقي، انساني او اسلامي ارزښتونو ته ژمن نه دی او د خپلې بقاء لپاره هر ډول جوړجاړي ته تيار دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهنړیوالو هوايي شرکتونو اسرائیل او د خلیج هېوادونو ته لسګونه الوتنې لغوه کړې
    راتلونکي مقاله روسي ځواکونو د اوکراین پر لویو ښارونو پراخ ډرون او توغندیز بریدونه کړي

    مربوطه لیکنې

    سوله که معامله؟ د سولې بورډ کې د پاکستان شوم نقش

    26 جنوري 2026

    د زرغون بهیر شاتګ؛ حاشیوي بحثونه او د بدلون هیلې

    25 جنوري 2026

    آزادۍ(!) جبهه؛ له خیالي مقاومت تر سمبولیک سیاسي فعالیت پورې

    23 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 26 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په…

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.