د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې، پولیسو د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې شپږ تنه د قماربازۍ پر مهال له ۹۰۰ امریکایي ډالرو او ۱۶۰۰۰ افغانیو سره یوځای نیولي.

دا په داسې حال کې ده چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د شریعت خلاف پر کړنو جدي بندیز لګېدلي.

عام باور دادی چې په ټولنه کې د پولیسو له‌خوا د داسې اشخاصو نیول او د قانون منګولو ته یې سپارل په ټولنه کې د مثبت بدلون لامل ګرځي او ټولنه ښه لوري ته رهبري کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version