د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معین، مولوي عبدالخالق صادق ویلي، ټاکل شوې د پوهنې وزارت له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو کې یو-یو نمونوي ښوونځی جوړ شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه د یاد وزارت ۱۰۶۰ بستونو د اعلان مراسمو کې کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دغو ښوونځیو کې به د ولایتونو په کچه د لوړ استعداد لرونکو زدهکوونکو ته د غوره او مجربو استادانو له لوري تدریس ترسره کېږي.
ښاغلي صادق ویلي، چې له دې ډلې څخه یو باب نمونوي ښوونځی په کابل ښار کې جوړ شوی دی.
هغه ویلي، دغه اقدام به د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړوالي کې مهم او اغېزناک رول ولوبوي.
