د پوهنې وزارت مسوولین وايي، په ټول هېواد کې یې د خیالي ښوونځیو او خیالي ښوونکو شمېر صفر ته راکم کړی او اوسمهال په هېواد کې هېڅ خیالي ښوونځی او خیالي ښوونکي نهشته.د یاد وزارت ویاند منصور احمد حمزه وايي، پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ راهیسې یې ۷۰۰ خیالي ښوونځي لغوه کړي او اوسمهال د پوهنې په برخه کې هېڅ خیالي ښوونځي او خیالي ښوونکي نهشته.د حمزه په خبره، په تېرو کلونو کې د خیالي ښوونځیو، خیالي ښوونکو او خیالي زدهکوونکو شمېر صفر ته راکم شوی او د دې چارې سل سلنه مخنیوی شوی دی.کله چې ډاکټر فاروق وردگ په جمهوریت کې د پوهنې وزیر و، هغه مهال د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د خیالي ښوونځیو، خیالي ښوونکو او خیالي زدهکوونکو اسناد رسنیز شول، چې هره میاشت یادو خیالي ښوونکو ته معاشونه ورکول کېدل، خو په حقیقت کې یې نه وو.د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸زره لومړني، منځني او لېسې شته، چې څه باندې ۲۶۰ ښوونکي پکې په تدریس بوخت دي. همدارنگه په ټول هېواد کې ۱۱ مېلیونه زدهکوونکي ښوونځیو ته ځي.که څه هم د پوهنې وزارت د خیالي ښوونځیو د شمېر د صفر کولو خبره کوي؛ خو په هېواد کې لا هم د پوهنې کیفیت ډېر ټیټ دی، چې د سیمې د هېوادونو سره هم د پرتلې وړ نه دی.