پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبر پښتونخوا د سوداګرو ټولنو د دوشنبې په ورځ اعلان کړی وو، چې د چهارشنبې په ورځ به د حکومت لخوا پر بېلابېلو برخو د لوړې مالیې لګولو په ضد په ټوله صوبه کې کاربندیز کوي او له سوداګرو یې غوښتي چې سړکونو ته راووځي.

د خیبر پښتونخوا په مانسره کې د سوداګرو د دوو لویو ادارو یو مرکزي مشر هارون الرشید یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د زیاتو مالیاتو په لګولو سره نازک ټولنیز اقتصادي حالت نور هم خراب کړی دی.

رشید وړاندې وايي، چې دوی په ځلونو د فدرالي حکومت له مشرتابه سره د لوړو مالیو موضوع راپورته کړې، او غوښتنه یې ترې کړې چې پر سوداګرو لوړې مالیې بیرته لرې کړي، خو وايي هیڅ ګټه یې نه ده کړې. د خیبر پښتونخوا په لوی دیر کې هم د سوداګرو ټولنې نن چهارشنبه د لوړو مالیو لګولو او د برېښنا بیلونو زیاتیدو پر ضد بشپړ کاربندیز کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version