د پکتيکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د افغانیو د ترويج کمېسیون د څارنې پر مهال د دې ولایت په مرکز ښرنه ښار کې، یو موټر پلورنځی او دوه د قصابۍ هټۍ د پاکستانۍ کلدارو د راکړې ورکړې له امله مهرو لاک کړي.
له یاد ریاست څخه هندوکشغږ ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه په بازار کې د افغاني کرنسۍ پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلی دی.
د خبر پاڼې له مخې، د پکتیکا د صنعت او سوداګرۍ رئیس ملا ښادي حسین ویلي، چې دې ولایت کې د بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې بندیز لګېدلی او هیڅ چاته به د دې کړنې اجازه ورنکړل شي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې دې ولایت کې به د افغانۍ د ترويج او د نرخونو کنټرول پروسه به دوامداره وساتل شي.
