د پکتیکا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په څلورو ولسوالیو کې د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو څلور کوچني بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

سرچینې ویلي، چې د پکتیکا په نعمت آباد، یوسف خېلو، برمل او تروې ولسوالیو کې د ۱۳ میلیونه، ۷۶۴ زره او ۷۰۲ افغانیو په لګښت د اوبو څلور کوچني بندونه جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شول. دغه بندونه په ټولیزه توګه د ۸۳ زره او ۵۰۱ مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په نورو ولسوالیو کې ورته د اوبو کوچني بندونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version