لیکوال: اېمل پښتون

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

د ازبکستان او امریکا چارواکو د هغو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د شر او فساد د ډلې له خوا ازبکستان ته سپارل شوې.

په تاشکند کې د امریکا د سفیر جوناتن هېنک له قوله ځینو رسنیو رپوټ ورکړی، چې دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې کېږي.

د شمال لنډغرو او ځینو پلاستیکي جنرالانو له افغانستان او افغانانو سره خیانت وکړ، چې چورلکې یې وتښتولې او ازبکستان او تاجکستان ته یې وسپارلې؛ که د دوی ګټه پکې نه وي، د افغانستان امنیت او حیثیت هم ورته ارزښت نه لري. ازبکستان/تاجکستان باید دا شتمني امریکا او بل‌ هېچا ته ورنه کړي.

د شر او فساد اشرارو د بشپړې رهبرۍ په سطحه له هېواد سره ملي خیانت وکړ، له رهبرانو پرته بل هېچا له هېواد څخه الوتکې نه دي ایستلې، امرالله په یوه الوتکه کې احمد مسعود په بله، عطاګی په بله، دوستم په بله، غني په بله الوتکه کې له هېواده وتښتېدل او همداسې نور… او إن شاء الله له هر یوه سره به ملت جدا، جدا حساب کوي.

جنګ‌سالارانو چورلکې او ټانګونه کباړ کړل او پنجاب ته یې ډالۍ کړل او د جمهوریت ټامیانو او لنډغرو تیارې روغې جوړې تاجکستان او ازبکستان ته وسپارلې؛ لکه څنګه چې جنګ‌سالاران ملت ته مختوري دي، د جمهوریت تښتېدلي هم دي. دا پریکړه به ازبکستان ته په لوی قېمت پرېوځي اوزبکستان د په یاده پرېکړه له سره غور وکړي.

د حساب ورځ راتلونکې ده. إن شاء الله

ځواب پریږدئ

Exit mobile version