د ملي دفاع وزارت وايي، د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یې گڼ شمېر وسلې نیولې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند دوهمې سرحدي لواء د لومړي سرحدي کنډک منسوبینو د گزمې پر مهال د ډنډ پټان ولسوالۍ کې گڼ شمېر تجهیزات او مهمات تر لاسه کړي دي.: «په تر لاسه شوو تجهيزاتو او مهماتو کې ۱۹ د M4 میلان، ۲۱ عدد شاجورونه، ۴ عدد د تومانچې خپکن او گڼ شمېر مهمات شامل وو.»د تېرې جمعې په ورځ ملي دفاع وزارت په هلمند کې هم گڼ شمېر وسلې نیولې وې.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د پکتیا په څنگ لوري ولایت پکتیکا کې هم ملي دفاع وزارت د وسلو یوه ډیپو کشف کړې وه، چې ۲۱ میله کلاشینکوف، یو میل M4، درې میله روسي پیکا، ۹ قبضه راکټ، ۱ پایه زیکویک، ۱میل هاوان، ۱میل ۸۲ توپ، ۳۴ فیره د راکټ مرمۍ، ۸ فیره د هاوان مرمۍ، ۸ صندوق د زیکویک مرمۍ، ۹ قبضه لاسي بمونه، ۵ پایه مخابرې، ۲ قابه دروبین او ۲۴عدده چانټې شاملې وې، امنیتي کسانو لاسونو ته ورغلې وې.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې د ډنډ پټان وسلو په تړاو یې څوک نیولي او کهنه.