د پکتیکا د ټولگټو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د زېړوک ولسوالۍ څخه تر د خوست تر سپېرې ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک چارې بیا پیل شوې دي.

د پکتیکا د ټولگټو چارو رئیس محمد اکبر عادل وايي، د یاد سړک چارې یو کال وړاندې پیل شوې وې؛ خو د سختو ډبرینو غرونو پرې کولو له امله یې کارونه یو څه ځنډېلي وو.

دی وايي، د یاد سړک چارې د کورنیو چارو د چارسمبالي وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په مالي لگښت پیل شوې او ډېر ژر به یې چارې بشپړې شي.

د عادل په خبره، د قراردادي شرکت مسوول ته لارښوونه شوې، چې خپلې چارې په ښه ډول پرمخ یوسي او د ستونزو پر مهال د ټولگټو چارو ریاست خبر کړي.

پکتیکا یو غرنی ولایت دی، چې ډېرې برخې یې غرونو پوښلې دي. یاد ولایت گڼې ولسوالۍ د ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې پرتې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version