کورنيو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې په تخار، هلمند، هرات، خوست، لغمان او کونړ ولايتونو کې د غلا، وژنې، اخلاقي فساد او نامشروع اړېکو په تړاو ۳۵ تنه نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ” له دې ډلې اته تنه غله او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په تخار، پنځه تنه د غلا په تړاو په هلمند، څلور مسلکي غله په هرات، دوه تنه د وژنې په تړاو په خوست، یو غل لغمان، اووه تنه د وژنې او څلور تنه نور د نامشروع اړېکو په تړاو د کونړ ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پروان کې هم ۱۶ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تړاو نيول شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version