د پکتیکا ولایتي مسوولینو د یاد ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوشمېر پروژو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

د پکتیکا امنیه قوماندان وایی، چې د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۱۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت ۱۱ ولسوالیو امنیه قوماندانیو ته د ۱۲۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا فعالوي، چې نن د ترافیکو په مدیریت کې هم ۱۰ کیلو واټه برېښنا فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړي زیاته کړه، چې په یادو پروژو کې د برېښنا اړوند ټول اړین وسایل شامل دي، چې د دوی ترڅارنې لاندې به په شفافه توګه سرته ورسيږي.

بل لور ته د یاد ولایت مرستیال وایی، چې د ښاروالۍ ریاست له لوري په مرکز ښرنه کې د دوو نورو پروژو چارې پیل شوې، چې یوه یې د کابل بانک مدیریت ترمیمول او د اوبو سیستم برابرول او بلخوا د ملکي روغتون شاته د ۶۰ مترو په اوږدوالی د یوه ویالې جوړول دي، چې څه باندې ۵۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راځي.

د دغو پروژو چارې به د کال تر پایه بشپړې او ګټې اخیستنې ته به چمتو شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version