د افغانستان د خپلواکۍ غورځنگ په نامه د ټولنیزو رسنیو یوې پاڼې ادعا کړې، چې د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ اړوند د یک‌لنگ سیمه کې یې د جمهوریت د وخت ۸ عسکر له یو زندان څخه ازاد کړي دي.

د هلمند ځايي مسوولین وايي، د نهر سراج ولسوالۍ په یک‌لنگ سیمه کې د اسلامي امارت هېڅ زندان نه‌شته؛ ځکه یاده سیمه ټوله دښته ده او اړتیا یې هم‌ نه‌شته چې هلته دې بندیان وساتي.

یوې سرچینې«هندوکش غږ» ته ویلي، په هلمند کې هېڅ پېښه نه‌ده شوې او د افغانستان د خپلواکۍ غورځنگ ادعا یې تش افواهات بللي دي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته په بېلابېلو نومونو ډلې جوړې شوې، چې کړنې یې یوازې تر ټولنیزو رسنیو محدودې دي.

د افغانستان د خپلواکۍ غورځنگ په نامه هم یوې ډلې چې فعالیت یې یوازې تر اېکس(ټوېټر) محدود دی نن سهار ادعا وکړه، چې د دوی استخباراتي ډلې د نهر سراج ولسوالۍ په یک‌لنگ سیمه کې د جمهوریت د وخت اته عسکر چې اوسمهال طالبانو سره بندیان وو، ازاد کړي دي.

یادې ډلې ادعا کړې ده، چې په دغه برید کې یې د زندان څلور ساتونکي وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

اوسمهال د مقاومت جبهه، د افغانستان د ازادۍ او په نورو نومونو ډلې جوړې شوې، چې مشران یې په امریکا، اروپا او اسیايي هېوادونو کې دي او په ټولنیزو رسنیو کې د بریدونو تشې اوازې خپروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version