لیکوال عادل افغان
د افغانستان په اړه د نړیوالو رسنیو د نن ورځې د سر ټکی د امریکا د ولسمشر جوبايډن تازه څرګندونې دي. نوموړي د کېنیا له ولسمشر سره د ګډ خبري کنفرانس پر مهال د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده. هغه د دې ترڅنګ ځينې نورې او له حقیقته لېرې څرګندونې هم کړې دي.
د نوموړي په وینا، افغانستان یو وېشلی هېواد دی، چې متحد کېدل یې ناشونی کار دی. بایډن دغه راز ویلي، دوی بیا هېڅکله هم اراده نه لري، چې افغانستان اشغال کړي او د نوموړي په خبره، که له دغه هېواده د داعش ګواښ ډېر شي، نو د ګواښ د له منځه وړلو پر نورو لارو چارو به فکر وکړي، خو په خبره یې د افغانستان بیا اشغال بې ځایه اړتیا ده. «افغانستان د امپراتوریو هدیره ده!»
د خپل دښمن له خولې د دې جملې اورېدل نو بېل خوند لري؛ داسې دښمن چې ستا د له منځه وړلو لپاره یې د ۵۰ هېوادونو اشر کړی وي، د نړۍ تر ټولو پرمختللې وسلې، ټانګونه، الوتکې او ټکنالوژي ورسره وي، شل کاله یې خپل ټول زور وهلی وي او په اخره کې یې زور اوبه او ننواتې ته راروان وي او په مړو سترګو دې له وطنه پښې سپکې کړي. دا ټول د هغو سرسپارلو او سرښندلو مجاهدینو او افغانانو د وینو ثمره ده، چې د هېواد د ازادۍ، خپلواکۍ او اشغال د خاتمې په لار کې یې هېڅ ډول قربانۍ ونه سپمولې.
خپلې غوښې او هډونه یې په اور او باروتو وسوځول، خو د ذلت ژوند ته یې نه وویل! د هېواد د ازادۍ او اوږدې مبارزې لپاره یې د خوب ګرم او نرم پالنګ پرېښود او د خړ غره کلکو ډبرو او خړو خاورو ته یې ترجیح ورکړه، نه یې شپه کتله او نه ورځ، نه یې یخ کتلو او نه ګرمي، نه یې د باران خیال ساتلو او نه د واروې، ورځ تر بلې یې د ازادۍ او خپلواکۍ د لارې سنګر په خپلو وینو ګرم ساتلی و او پر دښمن یې رڼا ورځ توره شپه ګرځولې وه، هو دا د دوی مېړانې او قربانۍ وې چې نن یې هم هغه متکبر او ظالم دښمن له نامه لړزېږي، چې ځان یې د نړۍ زبرځواک ښودلو او په پوره غرور او تکبر یې په تن ته خوار او کمزوري طالب د ورکولو دعوه کوله، خو تر شل کال زور ازموینې وروسته یې هرڅه برعکس ثابت شول، زور یې اوبه شو، غرور یې مات شو، ټول لګښونه او پیسې یې اوبو یووړې، ټکنالوژۍ، الوتکو، وسلو او ټانکونو یې له منځه تللی حیثیت ورته ونه شو ګټلی او داسې مجبورې ورځې ته کېناست چې د تېښتې لار پرې ورکه شوه، ننواتې ته یې مخه کړه او په زاریو یې ځان ته د تېښتې لارې کتله.
دا اسانه خبره نه وه، دې ستړې او اوږدې مبارزې د زرګونو او ان لکونو دنګو ځوانانو ځوانۍ خوړلي او بیا دا اعزاز ګټل شوی، خو یوه خبره باید له یاده ونه باسو چې دا دښمن زموږ ازلي او ابدي دښمن دی، له دې ټول ماتې او شرم سره سره یې لا هم له موږ سره له دښمنۍ لاس نه دی اخیستی، لا هم هڅه کوي چې په یوه او بل نوم له موږ سره دښمني وپالي، کمزوري مو کړي، سره ومو وېشي او په دې توګه د خپل زړه بړاس وباسي.
کله د داعش په نوم وحشي او بدنامې پروژې راپورته کړي، کله د مقاومت، کله د شرارت او کله په یوه او کله هم په بل نوم! هو موږ باید لا ویښ اوسو، موږ باید د دښمن له ټولو شومو پلانونو ځان خبر کړو، موږ باید خپل اتحاد او یووالی وساتو، موږ باید خپل اسلامي نظام لا پیاوړی کړو، موږ باید ځان له سیالانو سره سیال کړو، موږ باید په هر ډګر کې له دوی سره مقابلې ته تیار اوسو، موږ باید د دښمن هرې دسیسې او شوم پلان ته چمتو اوسو! بايډن وايي، د افغانانو یو کېدل او متحد کېدل ناشوني، بايډن دا خبره رښتیا کړې، د اشغال تر سیوري لاندې د افغانانو یو کېدل رښتیا هم ناشوني دي، ځکه که یوه کوچنۍ او مزدوره ډله افغانان د څو پیسو په مقابل کې د وطن، عزت او ناموس خرڅولو ته چمتو وي، نو په مقابل کې به یې یوه لویه ډله او لوی شمېر باهمته، با غیرته او با وجدانه افغانان د دوی دواړو پر وړاندې درېږي، د خپلو نیکونو کارنامې به راژوندۍ کوي او هېڅکله به د اشغال تر سیوري لاندې سره نه راټولېږي، دا یې پلرونو او نیکونو هم ثابته کړې، له همدې کبله یې هر اشغالګر او پردي ته د سر په کاسه کې ورکړې ده.
افغانان یوازې او یوازې د یوه خپلواک، مقتدر، اسلامي، ملي او ازاد حکومت تر چتر لاندې سره راټولېږي، چې ښه بېلګه یې د اوسني خپلواک او ازاد حکومت تر چتر لاندې د ټولو قومونو او پرګنو راټولېدل دي، څوک نه پکې د تجزیې خبرې کوي، نه پکې د سمت، نه پکې د قوم او نه هم پکې د مذهب.
د هر چا حقونه پکې خوندي دي، عزت یې پکې خوندي دی، سر او مال یې پکې خوندي دی. د بايډن بله خبره د داعش اړوند وه، چې هغه هم اوس د لمر په څېر روښانه ده.
داعش امریکايي پروژه وه او ده، په افغانستان کې یې ريښې وچې شوي او ټغر یې ټول شوی دی، نو ځکه اوس دې بدنامې او ناکامې ډلې او پروژې ته کمپاین کوي چې د خلکو او نړیوالو ذهنیت بلې خوا ته واوړوي، خو لکه څرنګه چې تر اوسه امریکا او متحدین یې د افغانستان او افغانانو پر وړاندې په هر ډول دسیسه جوړونه، چل، فرېب او مکر کې ناکام وو، همداسې به یې دا نورې پروژې او دسیسې هم ناکامې وي او پر نړیوالو سټېجونو به شعوري او غیر شعوري توګه زموږ پر اتلولیو او کارنامو اقرار کوي.