له خیبر پښتونخوا ځایي سرچینې وایي، چې پاکستاني پولیسو په چهارسده او بنو ولسوالیو کې څلور تنه په جعلي نښتو کې ترور کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، په چهارسده ولسوالۍ کې ترور شوي کسان د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي وو، چې څه موده وړاندې د پاکستاني ځواکونو له‌خوا نیول شوي وو.

ویل شوي، یاد کسان له توقیف‌ځای څخه ویستل شوي او په یوه پلان شوي جعلي نښته کې ترور شوي دي.

سرچینه زیاتوي، پاکستاني پولیسو بنو ولسوالۍ کې هم دوه تنه چې یو یې د مدرسې زده‌کوونکی او بل یې هټی‌وال و، په ورته پېښه کې ترور کړي دي.

د یادونې ده، چې پاکستاني پولیسو وروستي دوه کسان پر یوې پوستي برید مسؤل بللي، خو ځایي سرچینې دغه ډول نښتې جعلي بولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version