ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۲/۱۰ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د اقتصاد وزارت سرپرست د اندونیزیا له شارژدافیر سره پر اقتصادي مسایلو خبرې کړي.

۲_له پېښو سره د چمتووالي ملي ادارې او اکټیډ نړیوالې مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

۳_د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي: د جمهوريت لوړپوړو چارواکو له عزيزي بانک لسګونه ميليونه ډالر باج اخيسته او له همدې امله عزيزي هغه وخت پانګونې ته زړه نه ښه کاوه.

۴_د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د یونیسف له استازو سره پر بشري او ټولنیزو موضوعاتو خبرې کړي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د ایران ملي امنیت د شوری دفاع په نوم د یوه نوي بنسټ د جوړېدو طرحه تائید کړه.
  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_د فلسطین روغتیا وزارت: غزه کې د شهید شویو فلسطیني ماشومانو شمېر تر ۱۸ زره تنو واوښت.

۲_د اسرائيلو شاوخوا ۶۰۰ پخوانیو امنیتي او نظامي چارواکو، د غزې جګړې د درولو غوښتنه کړې.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د امريکايي ځواکونو دوه افغان همکاران د امريکا ملي امنيت ته د ګواښ په جرم نیول شوي.

۲_د سوریې السویداء ولایت کې ځایي وسله‌والو اوربند مات کړی.

۳_د کډوالۍ نړیواله اداره: د یمن په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې نږدې ۷۰ افریقایي کډوال مړه شوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version