د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې د دې وزارت محتسبینو په بلخ، فاریاب، روزګان او میدان وردګو ولایتونو کې ۱۲ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي.

دغه وزارت زیاتوي، یادې ښځې له کلونو راهيسې له ظلم او بې‌عدالتۍ سره مخ وې چې د سيمې د خلکو په خبرتيا او د ديني عالمانو په مرسته یې قضيو ته رسېدنه شوې ده.

ياد وزارت ډاډ ورکړی، چې د ښځو د حقونو او له زور زياتي د ژغورلو په برخه کې به د هېواد په کچه خپلو روانو هڅو ته دوام ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version