عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د ننګرهار په مومند دره، بهسود، کامه او خوږیاڼو ولسوالیو کې شپږ فرعي روغتیایي مرکزونه پرانیستل شول.

دغه وزارت زیاته کړې، چې یاد روغتیایي مرکزونه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي کوونکې ادارې (اوچا) په مالي ملاتړ جوړ شوي دي.

روغتیا وزارت ویلي، په دې روغتیایي مرکزونو کې د سراپا (OPD)، مور او ماشوم، واکسیناسیون، د تغذیې او رواني روغتیا خدمتونه وړاندې کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version