د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې چينايي سوداګر په هېواد کې د سولرو د تولید په برخه کې ۴۰ ميليونه ډالره پانګونه کوي چې ۱۰۰۰ تنو افغانانو ته به پکې د کار زمينه برابره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې: د شییه په نوم یو چینایي سوداګر غواړي افغانستان کې د سولر تولید په برخه کې ۴۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

خبرپاڼه همدا رنګه زياتوي: د شییه دې پانګونې سره به په هېواد کې ۱۰۰۰تنو ته کاري زمینه هم برابره شي.

د یاد وزارت مسئولینو شییه ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت رهبري په افغانستان د صنعت ودې او پراختیا ته ژمنه ده.

بلخوا برېښنا برخې پوهان سولري یا لمریزه برېښنا یوه پاکه او د نظر وړ او پایداره سرچینه بولي چې د برېښنا لګښتونه راکموي او له چاپېریال ساتنې سره د مرستې ترڅنګ په بېلابېلوځایونو کې یي لګول اسانه او د امکان وړ دي.

په دې وروستيو کې ګڼ شمېر چينايي سوداګرو او وګړو د لويو پانګونو په ګډون په کابل کې يو شمېر کوچني کاروبارونه هم جوړ کړي چې د اقتصاد پوهانو په وينا د هېواد د خصوصي سکتور د پانګونې په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version