Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»چينايي شرکتونه پر کونړ سيند د برېښنا بندونو جوړولو برخه کې پانګونه کوي
    افغانستان

    چينايي شرکتونه پر کونړ سيند د برېښنا بندونو جوړولو برخه کې پانګونه کوي

    صابر افغانصابر افغان28 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو او انرژۍ وزارت وزير ملا عبدالطيف منصور د یوه چینایي شرکت مسؤلینو سره په کنړ ولایت کې د برېښنا د تولید په دریو سترو بندونو باندې د پانګونې په اړه ناسته کړې ده خپره شوې اعلاميه زياتوي چې: د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د یوه چینایي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او په کنړ ولایت کې د دریو سترو بندونو ( شال، ساګي او سرتاق) د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله یې بحث وکړ.

    په اعلاميه کې همدا رنګه راغلي چې: په دغه لیدنه کې، د چینایي شرکت مسؤلینو په نوموړو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې چمتو یو چې ډېر ژر له دغه وزارت سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړو او په عملي توګه خپلې چارې پیل کړو.

    اعلاميه زياتوي: په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د برېښنا د تولید په بندونو کې د نوموړي شرکت د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او یادونه يې وکړه، چې د کنړ سیند په اوبو کې د برېښنا د تولید لپاره په کافي توګه وړتیا شتون لري که چیرې په راتلونکي کې ټول دغه بندونه جوړ شي، نو افغانستان ان کولای شي چې ټولو ګاونډیو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي.

    د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د نوموړي شرکت مسؤلینو ته د دغه وزارت د همکارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره د زمینې د چمتو کولو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې غوره ده چې عملي چارې یې ډېر ژر پیل شي.

    دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو څو کلونو کې د هېواد د اوبو د مهارولو او بندونو جوړولو ته په لوړه کچه پاملرنه شوې او تمه کېږي چې افغانستان به ډېر ژر د برېښنا د تولید په برخه کې د برېښنا بندونو جوړولو په مټ په ځان بسيا شي.

    مخکینۍ مقالهپوهنې وزارت د کانکور ۲۰ ممتاز زده کوونکي وستايل
    راتلونکي مقاله ژاوشينګ: د افغانستان او چين تر منځ ستر اقتصادي او تجارتي پرمختګونه شوي دي

    مربوطه لیکنې

    تېر کال له هېواده د نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره شوې

    22 مارچ 2026

    فطرت: کونړ کې د پاکستاني رژیم په ډزو یو تن شهید او بل ټپي شوی

    22 مارچ 2026

    د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو اټکل شوی

    21 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 مارچ 2026

    پاکستان کې د پټرولو بیه د ریکارډ په کچه لوړه شوه

    سرچینې وايي، پاکستان کې په ناڅاپي ډول د هر لیټر پټرولو بيه شاوخوا ۲۰۰ روپۍ…

    قطر کې د چورلکې لوېدو پېښه کې شپږ تنه مړه شوي

    22 مارچ 2026

    تېر کال له هېواده د نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره شوې

    22 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستان کې د پټرولو بیه د ریکارډ په کچه لوړه شوه

    23 مارچ 2026

    قطر کې د چورلکې لوېدو پېښه کې شپږ تنه مړه شوي

    22 مارچ 2026

    تېر کال له هېواده د نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره شوې

    22 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،126 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،074 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،149 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.