د اوبو او انرژۍ وزارت د پانګونې دجلب او جذب رئيس مولوي رحمتولي رحماني د چینایي شرکتونو له یوې ډلې سره کتلي دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د چینایي شرکتونو مسؤولینو د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د برېښنا تولید او د بندونو د جوړولو په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ورته مهال، د پانګونې د جلب او جذب رئيس په دغه لیدنه کې په افغانستان کې دبرېښنا انرژي تولید په پروژو کې د چینایي شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې اوس په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او په دې برخه کې ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د همکارۍ ډاډ ورکوو.