د چین د ووهان ویروس پېژندنې انسټیټیوټ څېړونکو اعلان کړی، چې دوی په چرمي شب پرکانو(اسمان څکالو) کې د کرونا ویرس یو نوی ډول کشف کړی چې د کوویډ – ۱۹ په څېر د بدن حجرو ته ننوځي.
د څېړونکو په وينا، دا ویروس تر اوسه په انسانانو کې نه دی لیدل شوی او یوازې په لابراتوار کې تر څېړنو لاندې اسمان څکالو کې لیدل شوی دی.
له دې اعلان وروسته، د نړۍ د ځینو واکسین جوړوونکو مهمو شرکتونو لکه مډرنا، نوواوکس، بيوان ټک، او فایزر د واکسينونو ارزښتونه په بې سارې کچه لوړ شول.
ياده دې وي چې، د چین د ووهان د ویروس پېژندنې انسټیټیوټ په کرونا ویروس د څېړنو لپاره مشهور دی او د ځينو نظريو له مخې، د کرونا ویروس وبا د همدې انسټیټیوټ په لابراتوار کې جوړه او بيا خپره شوه.