د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائو نینګ ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، څو د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا برخه کې منځګړيتوب وکړي.

نوموړې د سه‌شنبې په ورځ د وزارت اونیزې ناستې کې ویلي، چې «هند او پاکستان دواړه د چین مهم ګاونډیان دي، او موږ له دواړو سره د دوستانه اړیکو د پراختیا هڅه کوو.»

نوموړې زیاته کړې، چې هېواد یې هیله لري چې دواړه هېوادونو ستونزو ته مناسب حل‌لار ومومي، او پیکن چمتو دی چې د دواړو خواوو په رضایت په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.

یادې څرګندونې داسې مهال کېږي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي، تېره ورځ (سه‌شنبه، د زمري ۲۸مه) تر اوږده ځنډ وروسته هند ته سفر کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version