د چین په تبت کې د تېرې ورځې زلزلې له ۱۲۶ ډېر کسان وژلي او ۳۰ زره نور يې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي، ژوغورنکې ډلې له زلزلې وروسته هڅې کوي د ودانیو لاندې شوي کسان وژغوري.
چینايي چارواکو ویلي، د همالیه غرونو په لمن کې د زلزلې له کبله د ودانیو تر لاندې د ورکو کسانو د پلټنې عملیات لا هم دوام لري.