د چین په بېجینگ کې د افغانستان سفارت وايي، په چین کې یې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، په چین کې د افغانستان سفارت له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې پوره هڅه کړې، چې خپلو هېوادوالو ته په ښه توگه کونسلي چوپړتیاوې وړاندې کړي او د خپلو امکاناتو په محدوده کې ورسره اسانتیاوې برابرې کړي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په بېجینگ کې د افغانستان سفارت د پرله‌پسې هلو ځلو وروسته وتوانېد، چې په چین کې مېشتو افغانانو لپاره د نوي پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړي او په شرایطو برابر هېوادوال کولی شي چې له سفارت څخه نوي پاسپورټونه واخلي.
تېره اوونۍ د چین ولسمشر په چین کې د افغانستان د نوي سفیر مولوي اسد الله بلال کریمي باور لیک ومانه او ښاغلي کریمي خپله دنده هم پیل کړه.
په چین کې د افغانستان سفارت داسې مهال کونسلي خدمتونه پیل کړي، چې روانه اوونۍ په ازبېکستان کې هم د افغانستان سفارت نوي حکومت ته وسپارل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version