د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکي وايي، بېگاه شپه په ډېره اسمعیل خان کې په درابڼ کې پر چودوان پوسته برید شوی، چې له امله یې ۱۰ پولیس پکې وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د ځايي مسوولینو په خبره، ټپیان د ډېره اسماعیل خان روغتون ته وړل شوي دي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.
پرو سږکال د ډسمبر په ۱۲مه هم د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې د پولیسو پوستې ته نږدې د پوځیانو په مرکز برید شوی و، چې ۲۳ تنه پکې وژل شوي وو.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو یو مشر ناصر محمود رسنیو ته ویلي، برید د سهار له لمانځه مخکې شوی، چې ۳۰ وسله‌والو د پولیسو پر پوستې له درې خواوو بریدونه پیل کړل او یو نیم ساعت یې دوام وکړ.
په پاکستان کې داسې مهال د پولیسو او پوځیانو په مرکزونو بریدونه ډېر شوي، چې د روانې فبروري میاشتې په ۸مه په دغه هېواد کې ټولټاکنې کېږي.
په روان کې تر دې مهال په پاکستان کې ۹۳ وسله‌وال بریدونه شوي، چې ۹۰ تنه پکې وژل شوي، ۱۳۵ تنه ټپیان شوي او ۱۵ تنه پکې تښتول شوي دي.
د بېگاني برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی؛ خو د تېرو ډېرو بریدونو مسوولیت د پاکستان تحریک طالبانو منلی و.
په ډېره اسماعیل خان کې داسې مهال د پولیسو پر یوه پوسته برید شوی، چې پرون په بونېر کې د پولیسو هغه موتر له یو ټرک سره ټکر کړی، چې د ټولټاکنو د مرکزونو ساتنې ته روان وو، چې له امله یې ۴۰ تنه پولیس ټپیان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version