فاکس نيوز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ BBC شبکې ته خبرداری ورکړی، که د هغه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د ۶ مې وینا ناسمه اېډیټ شوې برخه لرې نه کړي او بخښنه ونه غواړي، نو د یو میلیارد ډالرو قانوني دعوه به پرې وکړي.
سرچينه وايي، د ټرمپ د ځينو وکیلانو له لوري BBC ته په استول شوي لیک کې ویل شوي، چې دې شبکې په یوه مستند فلم کې د ټرمپ خبرې په داسې ډول نشر شوي، چې ګواکې خپلو پلویانو ته د تاوتریخوالي بلنه ورکوي.
د بيبيسي په په خپاره شوي مستند کې ټرمپ داسې ښکاري چې وایي:«موږ به د کانګرس ودانۍ ته ولاړ شو، زه به له تاسو سره یم او موږ جګړه کوو، جګړه کوو لکه دوزخ.»
خو د هغه په نا ايډيټ شوې او بشپړې وینا کې هغه ويلي:«موږ به په سولهيیز او وطنپاله ډول د کانګرس ودانۍ ته ولاړ شو.»
ډونالډ ټرمپ په لیک کې خبرداری ورکړی، چې که BBC د نومبر تر ۱۴مې پورې خپل خپور کړی مستند بېرته لرې نه کړي، نو لږ تر لږه د یو میلیارد ډالرو دعوه به پرې وکړي.
په ورته وخت کې د دغې موضوع له امله د BBC دوه لوړپوړو چارواکو استعفاء ورکړې، او د دې شبکې مشر د خطاء له منلو سره ټرمپ ته د بخښنې لیک استولی دی.
