امريکايي رسنيو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د ملکي اټومي انرژۍ په اړه ۳۰ کلنه هوکړه د رسمي ارزونې لپاره د امریکا کانګرس ته استولې ده.
د دغې هوکړې له مخې به امریکايي شرکتونو ته د سعودي عربستان د اټومي انرژۍ د پروګرام په پراختیا کې مهم رول ورکړل شي او د اټومي ریکټورونو د جوړولو زمینه به هم ورته برابره شي.
د هوکړې یوه حساسه برخه په سعودي عربستان کې د یورانیمو د بډای کولو د امکان په اړه ده.
د امریکا کانګرس به دغه هوکړه د ۹۰ ورځو لپاره وڅېړي او که په دې موده کې یې رد نه کړي، هوکړه به نافذه شي.
د راپورونو له مخې، د هوکړې بشپړ متن محرم ساتل شوی او همدې موضوع د کانګرس د ځینو غړو او د اټومي وسلو د نه خپرېدو د متخصصینو اندېښنې زیاتې کړې دي.
ټرمپ په ورته وخت کې ویلي چې د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د اټومي هوکړې عملي کېدل به له اسرائیلو سره د سعودي عربستان د اړیکو عادي کولو پورې تړلي وي.


