د افغانستان په اوږده او له ویاړ ډک تاریخ کې، د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي هویت تل د افغانانو له خوا د سر په قیمت ساتل شوي ارزښتونه وو، دي او وي به. په داسې حال کې چې د افغانستان ځینې تش په نوم سیاسي مخالفینو او د پاکستاني ګټو مبلغینو د خپلو شخصي ګټو او د پناه ځای د موندلو په موخه، په شعوري ډول د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندلو لپاره کمپاین پیل کړی، خو دا حقیقت باید هېر نه شي چې دا کرښه د یو ملت پر سینه تېره شوې او هغه زخم دی چې هیڅکله د سیاسي معاملو په مرهم نه رغېږي.

د ډیورنډ کرښه په تاریخي لحاظ یو استعماري میراث دی چې د افغان ولس په خوښه او اراده نه، بلکې د وخت د جبري شرایطو له مخې پرې تپل شوې ده. هر هغه حرکت او افراد چې غواړي دا کرښه د رسمي سرحد په توګه وپېژني، په حقیقت کې له خپل ځان سره تاریخي جفا کوي. افغان ملت په تېره یوه پېړۍ کې ثابته کړې چې د ځمکې پر سر د هیڅ ډول تحمیلي پرېکړې منلو ته چمتو نه دی او دا موضوع د حکومتونو له واک څخه پورته، د ولس په اراده پورې تړلې ده.

هغه کسان چې د پردیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د پاکستان د پوځي چارواکو د خوشحالولو او د هغوی د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره د افغانستان پر حریم د بریدونو صفتونه کوي، په اصل کې د خپلې غلامۍ او تابع سياست ثبوتونه وړاندې کوي. دا ډول کړنې نه یوازې دا چې د دوی د هېواد پالنې شعارونه یې دروغ وښودل، بلکې د هېواد په دننه کې د هغوی پر وړاندې د ولسي کرکې د زیاتوالي لامل وګرځېدل. د پردیو د ګټو لپاره د خپل هېواد له ملي منافعو تېرېدل، یو داسې تور تاریخي داغ دی چې هیڅکله به د افغانانو له حافظې پاک نه شي.

دا چې مخالفين استدلال کوي، چې د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندلو سره به په سیمه کې سوله راشي، یو بې بنسټه او ناسم استدلال دی. د سیمې ثبات د سرحدونو په رسمي کېدو کې نه، بلکې د متقابل احترام، د بل په کورنیو چارو کې د نه مداخلې او په نامسؤله وسلوالو ډلو د سیمې د ګواښلو په مخنیوي کې نغښتی دی. افغانان په دې پوهېږي چې دا ډول غوښتنې یوازې د فشار د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي، ترڅو افغانستان د یو ضعیف او بې ارادې هېواد په توګه وښيي، خو افغان ولس به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې دا شومې موخې عملي شي.

اوسنی افغان حکومت او د هېواد ټول ولسي قشرونه، که څه هم په ډېرو مواردو کې ممکن متفاوت نظرونه ولري، خو کله چې خبره د ډیورنډ کرښې او ملي حاکمیت ته راځي، ټول په یو غږ ولاړ وي. دا یووالی ښیي چې مخالفین د افغانانو له روحیې او ملي شعور څخه ناخبره دي. د ډيورنډ کرښې په اړه د افغانانو غبرګونونه مخالفينو ته ښيي چې د هېواد د هرې لوېشتې خاورې ساتنه زموږ د ټولو شریک مسؤلیت دی او هیڅوک نه شي کولی د افغانانو برخلیک د مصلحتونو قرباني کړي.

هغه ډلې چې غواړي د ډیورنډ کرښې په پلورلو، يا په مجموع کې د سرو کرښو په ماتولو سره پناه ځایونه او امتیازات ترلاسه کړي، باید پوه شي چې تاریخ د خاینانو په حق کې بې رحمه دی. د افغانانو قاطع رد او د اوسني وضعیت څار دا ثابتوي چې دا ډول هڅې همېشه له ماتې سره مخ دي. د افغانستان د بقا او عزت راز په ملي یووالي او د خپلو تاریخي پولو په ساتنه کې دی، نه د هغو طرحو په منلو کې چې د افغانانو د وېشلو او کمزوري کولو لپاره د پردیو په پوځي چوڼيو کې جوړې شوې وي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version