Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ښځې د لوېدیځ په سیاست کې؛ د فلسطین او افغانستان قضیه
    لیکني

    ښځې د لوېدیځ په سیاست کې؛ د فلسطین او افغانستان قضیه

    صابر افغانصابر افغان22 مارچ 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په ننۍ نړۍ کې د ښځو حقونه د هېوادونو د نافذه قوانینو او یا هم په اسلامي نړۍ کې د اسلام له خوا د ورکړل شویو حقونو پر بنسټ نه اندازه کېږي، بلکې معیارونه بدل دي. د ښځو حقونه په اوسنۍ نړۍ کې د زبرځواکو هېوادونو له خوا د خپلو سیاسي معاملو او تعاملاتو پر بنسټ عیار شوي او د ښځې حقونه د سیاسي وسیلې په توګه استفاده کېږي.

    فلسطین له لسیزو راهیسې د لوېدیځ په ملاتړ د صهیونیستي رژیم په توسط د اشغال، نابرابره جګړې او تاوتریخوالي قرباني دی، د فلسطین ټول اوسېدونکي، په ځانګړې توګه ښځې د سیستماتیک تبعیض قرباني دي او تر ړندو بمباریو، غیر قانوني نیونو او شکنجو لاندې دي، د نړۍ هیڅ واکدار او زبرځواک یې د مخنیوي په اړه حتی اعلامیه نه ورکوي، مخنیوی خو یې لا خوب او خیال دی.

    خو کله چې بیا په افغانستان کې خپلواک اسلامي نظام د ښځو د باعفته ساتلو او ټولو شرعي حقونو د تأمین په موخه اقدامات کوي، نړۍوال سازمانونه، هېوادونه، سیاسيون او نور اشخاص د لوېدیځ له عینکو دې مسئلې ته ګوري او توند غبرګونونه ښيي، د دوی په غبرګونونو کې ځینې وخت شدت دومره په لوړه کچه وي، چې مخاطبین به وانګېرې، چې ګواکې په افغانستان کې د لوېدیځ په معیار(!) د ښځو حقونه د فلسطیني ښځو تر حقونو ډیر مهم دي او باید اولویت ورکول شي.

    رسنۍ او نړۍوال بنسټونه هم د ښځو د حقونو په مسئله کې انتخابي او دوه ګونی چلند کوي او غواړي د همدې مسئلې حقیقت تحریف او د سیاسي فشار د ابزار په توګه استفاده ترې وکړي. د بشر او ښځو حقونو په نوم جوړ شوي نړۍوال بنسټونه که څه هم د ښځو له حقونو د ملاتړ په شعار فعالیتونه کوي، خو په فلسطین کې پر ښځو او ماشومانو په ړندو بمباریو چوپ او په افغانستان کې د ښځو د اصلي حقونو پر تأمین غوغا جوړوي.

    معمولاً هغه هېوادونه چې د لوېدیځ تر نفوذ لاندې نه وي او د هغوی پالیسۍ ته سر نه ټیټوي، د ښځو په اړه یې ډېر واړه اقدامات، پریکړې یا په ټولنه کې شخصي تاوتریخوالی له سختو غبرګونونو سره مخ کېږي او نړۍوال سازمانونه ناستې پرې دایروي، خو د امریکا او اروپا په اکثرو هېوادونو کې د ښځو په وړاندې جرمونه او تاوتریخوالی له پامه غورځول کېږي؛ چې له دې امله دا د ښځو په مسئله کې د لوېدیځ د چلند تناقض ښيي.
    کله چې په افغانستان کې جمهوري رژیم حاکمیت درلود، په دوه لسیزو کې د لوېدیځ تر سترګو لاندې د ښځو په نوم ملیاردونه ډالر افغانستان ته لېږدول کېدل، خو هغه مهال له دومره ډېرو مرستو سره، سره ښځې له بې عدالتۍ، فساد او ناوړه چلند سره مخ وې، نه لوېدیځ او نه نړۍوالو سازمانونو واقعیتونو ته انعکاس ورکاوه او نه یې د ښځو د وضعیت په اړه د اوس په څېر ناسم تبلیغات کول.

    بنسټونه، رسنۍ، سیاسیون او نړۍوال سازمانونه، په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید د ښځو په مسئله کې د بې عدالتۍ د مخنیوي په پار ګامونه اوچت کړي، دوه ګونې پالیسي، چوپتیا او د چلند تناقض له منځه یوسي، د نړۍوال سازمان په توګه، چې د عدالت دعوه لري، باید خپل رسالت ته په رښتینې توګه توجه وکړي او له اداینې یې هیڅ دریغ ونکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو لکي مروت کې د هاشم خان په نوم پولیس د یو هدفي برید په ترڅ کې وژلی
    راتلونکي مقاله ناروې په اوسلو کې د افغانستان سفارت سرپرست حکومت ته سپاري

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 21 مې 2026

    د عرفې‌ مبارکې ورځې او لوی اختر په مناسبت څلور کاري ورځې رسمي رخصتي اعلان شوه

    د کار او ټولنيزو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې، له راتلونکې سه شنبې ورځې…

    سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پای‌ته ورسېد

    21 مې 2026

    ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په ملتیا حیرتان بندر ته سفر کړی

    21 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د عرفې‌ مبارکې ورځې او لوی اختر په مناسبت څلور کاري ورځې رسمي رخصتي اعلان شوه

    21 مې 2026

    سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پای‌ته ورسېد

    21 مې 2026

    ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په ملتیا حیرتان بندر ته سفر کړی

    21 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.