په ننۍ نړۍ کې د ښځو حقونه د هېوادونو د نافذه قوانینو او یا هم په اسلامي نړۍ کې د اسلام له خوا د ورکړل شویو حقونو پر بنسټ نه اندازه کېږي، بلکې معیارونه بدل دي. د ښځو حقونه په اوسنۍ نړۍ کې د زبرځواکو هېوادونو له خوا د خپلو سیاسي معاملو او تعاملاتو پر بنسټ عیار شوي او د ښځې حقونه د سیاسي وسیلې په توګه استفاده کېږي.

فلسطین له لسیزو راهیسې د لوېدیځ په ملاتړ د صهیونیستي رژیم په توسط د اشغال، نابرابره جګړې او تاوتریخوالي قرباني دی، د فلسطین ټول اوسېدونکي، په ځانګړې توګه ښځې د سیستماتیک تبعیض قرباني دي او تر ړندو بمباریو، غیر قانوني نیونو او شکنجو لاندې دي، د نړۍ هیڅ واکدار او زبرځواک یې د مخنیوي په اړه حتی اعلامیه نه ورکوي، مخنیوی خو یې لا خوب او خیال دی.

خو کله چې بیا په افغانستان کې خپلواک اسلامي نظام د ښځو د باعفته ساتلو او ټولو شرعي حقونو د تأمین په موخه اقدامات کوي، نړۍوال سازمانونه، هېوادونه، سیاسيون او نور اشخاص د لوېدیځ له عینکو دې مسئلې ته ګوري او توند غبرګونونه ښيي، د دوی په غبرګونونو کې ځینې وخت شدت دومره په لوړه کچه وي، چې مخاطبین به وانګېرې، چې ګواکې په افغانستان کې د لوېدیځ په معیار(!) د ښځو حقونه د فلسطیني ښځو تر حقونو ډیر مهم دي او باید اولویت ورکول شي.

رسنۍ او نړۍوال بنسټونه هم د ښځو د حقونو په مسئله کې انتخابي او دوه ګونی چلند کوي او غواړي د همدې مسئلې حقیقت تحریف او د سیاسي فشار د ابزار په توګه استفاده ترې وکړي. د بشر او ښځو حقونو په نوم جوړ شوي نړۍوال بنسټونه که څه هم د ښځو له حقونو د ملاتړ په شعار فعالیتونه کوي، خو په فلسطین کې پر ښځو او ماشومانو په ړندو بمباریو چوپ او په افغانستان کې د ښځو د اصلي حقونو پر تأمین غوغا جوړوي.

معمولاً هغه هېوادونه چې د لوېدیځ تر نفوذ لاندې نه وي او د هغوی پالیسۍ ته سر نه ټیټوي، د ښځو په اړه یې ډېر واړه اقدامات، پریکړې یا په ټولنه کې شخصي تاوتریخوالی له سختو غبرګونونو سره مخ کېږي او نړۍوال سازمانونه ناستې پرې دایروي، خو د امریکا او اروپا په اکثرو هېوادونو کې د ښځو په وړاندې جرمونه او تاوتریخوالی له پامه غورځول کېږي؛ چې له دې امله دا د ښځو په مسئله کې د لوېدیځ د چلند تناقض ښيي.
کله چې په افغانستان کې جمهوري رژیم حاکمیت درلود، په دوه لسیزو کې د لوېدیځ تر سترګو لاندې د ښځو په نوم ملیاردونه ډالر افغانستان ته لېږدول کېدل، خو هغه مهال له دومره ډېرو مرستو سره، سره ښځې له بې عدالتۍ، فساد او ناوړه چلند سره مخ وې، نه لوېدیځ او نه نړۍوالو سازمانونو واقعیتونو ته انعکاس ورکاوه او نه یې د ښځو د وضعیت په اړه د اوس په څېر ناسم تبلیغات کول.

بنسټونه، رسنۍ، سیاسیون او نړۍوال سازمانونه، په ځانګړې توګه ملګري ملتونه باید د ښځو په مسئله کې د بې عدالتۍ د مخنیوي په پار ګامونه اوچت کړي، دوه ګونې پالیسي، چوپتیا او د چلند تناقض له منځه یوسي، د نړۍوال سازمان په توګه، چې د عدالت دعوه لري، باید خپل رسالت ته په رښتینې توګه توجه وکړي او له اداینې یې هیڅ دریغ ونکړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version