د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایوي فرمان په لاسلیکولو سره د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم د جګړې وزارت ته بدل کړ.

د امریکا دفاع وزیر پیت هېګسېت، چې تر دې وروسته به د «جګړې وزیر» په نوم یادېږي، د دې بدلون ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې له دې سره به د امریکا پوځی وړتیاوې لا څرګندې شي.

ویل شوي، د ټرمپ له دې فرمان وروسته د امریکا ټولې فدرالی ادارې اړ دي، چې دفاع وزارت ته د جګړې وزارت نوم وکاروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version