د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له رئیس، مهدي پير صالحي سره کتلي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ وایي، د کتنې پرمهال د ایران د روغتیا وزارت مرستیال ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته یې د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې خپلې همکارۍ د اوږد مهال لپاره پراخې کړي.
ورته مهال، ښاغلي برادر ایران لوري ته ډاډ ورکړی، چې په یادو برخو کې به د افغان حکومت اړوندې ادارې ورسره پوره همکاري او ګډ کار وکړي.
افغانستان په ورستیو کې د پاکستان پوځي رژیم د ناسمو سیاستونو په غبرګون کې له دغه هېواد سره اقتصادي اړیکې پرې کړي او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې، چې د پاکستاني درملو له واردولو څخه ډډه وکړي.
تر دې پرېکړې وروسته ایران او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو په دې برخه کې له کابل سره د همکارۍ او د اړیکو پراخولو ټټر وهلی دی.
