د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، په کابل کې یې د نشه‌يي توکو د پلور، استعمال او لېږد په تړاو یې ۲۴ تنه نیولي دي.

له یاد معینیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل اړوند د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په مرسته د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د کابل ښار او ولسوالیو څخه د نشه‌یي توکو د پلور، استعمال او لېږد په تړاو ۲۴ شکمن کسان نیول شوي دي.: «له نیول شوو کسانو څخه ۴۰ لیتره خمیره شوي کشمش، ۱۷۰۰ کیلو گرامه تریاک،۲۳۲ گرامه چرس، ۱۴۰۹ عدده نشه‌یي گولۍ او مختلف النوع نشه‌یي توکي تر لاسه شوي دي.»

همدارنگه یاد معینیت ویلي، په غور کې یې هم ۶۹کیلوگرامه ایفو او ۱۸۰ کیلوگرامه ومانو د لېږد مخه نیول شوې ده.: «د غور ولایت اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزي مدیریت مسوولینو په مرسته د یاد ولایت په دولینه او پسابند ولسوالیو کې د بېلابېلو کشفی عملیاتو په ترڅ کې د ۱۸۰ کیلو گرامه ومانو او ۴۹ کیلو گرامه ایفو چې په موټرونو او موټر سایکلونو باندې بار وو د لېږد پر مهال کشف او نیول شوي دي. چې په تړاو یې ۴ شکمن کسان هم نیول شوي دي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version