د تاجکستان د اوسني رژیم د مخالف ګوند «د تاجکستان د اصلاح او پراختیا غورځنګ» مشر شرفالدین ګادویف مشر چې کابل ته په څو ورځني سفر راغلی، وايي چې د امام علي رحمان تر مشرۍ لاندې د تاجکستان اوسنی رژیم هم په کور دننه د ټولو ناخوالو او هم د افغانستان په ګډون له نورو ګاونډیانو سره د ناسمو او ترینګلو اړیکو مسئول دی.
نوموړي چې کابل ته د یوه نادولتي بنسټ په رسمي بلنه سفر کړی، زیاتوي چې د هېواد د اوسني رژیم او رهبرۍ د ناسمې او ظالمانه رژیم د پالیسۍ له کبله دغه هېواد او تاجکستاني اتباع له جدي ګواښ سره مخ دي، بېکارۍ، قانونماتونې، د فرصتونو نشتوالي او سیاسي ځورونې د یاد هېواد زرګونه ځوانان دې ته اړ کړي، چې د داعش غېږې ته لاړ شي. د ګادویف په خبره: «د ولسمشر امامعلي رحمان د رژیم استبدادي سیاستونه؛ چې پکې د سیاسي اپوزیسیون له منځه وړل، د مخالفینو فزیکي لهمنځه وړل، عام وژنې، ظالمانه نیونې او وېرې اچول شامل دي، د افراطي نظریاتو د خپراوي لپاره حاصلخېزه فضا رامنځته کړې ده.»
نوموړي همدا راز افغانستان خپل مهم او د باور وړ ګاونډی بللی، او زیاته کړې یې ده چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره اوسنی ناوړه چلند او دغه راز له افغان دولت سره د تاجکستان د اوسني رژیم ناسم تعامل، د تاجکستان د خلکو نه، بلکې یواځې د امام علي رحمان او د ده رژیم شخصي پالیسي ده. هغه ټینګار کړی، چې ملت یې له افغانستان او افغانانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې د تاجکستان د اوسني رژیم پالیسي وننګوي.