د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، کابل کې د افغانستان، اذربايجان، او ازبکستان تر منځ د مهمو اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو لپاره درې اړخيزه ناسته جوړېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه درې اړخیزه ناسته به راتلونکو څو ورځو کې د یادو هېوادونو لوړپوړو چارواکو په ګډون کابل کې ترسره شي.
یاد وزارت زیاته کړې، د اذریایجان جمهوریت د اقتصاد معین په سرپرستۍ یو پلاوی دې ناسته کې د ګډون لپاره کابل ته رسېدلی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې دې درې اړخیزه ناسته کې به په مهمو اقتصادي، سوداګریزو، د هېواد شمال کې د سمنټو تولید پروژې پلي کولو او نور موضوعاتو په تړاو خبرې اترې وشي.
ياده دې وي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغې ناستې د ترسره کېدو د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي.