د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست وايي، له میرویس میدان(کوټهسنگي) څخه د کمپنۍ تر څلور لارې پورې د عمومي سړک د زیانمنو برخو د بیا رغولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د سړک جوړونې امر انجینر شریف الله قادري وايي، د ښاري تاسیساتو د ساتنې په موخه، د دغه سړک دوه اصلي کرښې چې د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې وې، له فني او تخنيکي مطالعاتو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په اساسي توگه بیا رغول کیږي.:«هغه سړکونه چې زیانمن شوي وي د اړتیاوو له ارزونې او تخنیکي مطالعاتو وروسته به یو په بل پسې بیا ورغول شي.»
د قادري په خبره، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست په ۱۴۰۳ کال کې پلان لري چې، د ښار په بېلابېلو برخو کې تر (۹۰)کیلومترو زیات سړکونه بیا ورغوي.
اوسمهال د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار د پاکولو، ښکلي کولو او سړکونو د جوړولو لسگونه پروژې پیل شوې دي، چې په نږدې وخت به گڼې پروژې گټې اخیستنې ته وسپارل شي.