محمد فیصل

افغانستان کې د وروستیو جګړو او د حکومتونو او لویو سوداګرو د نه پاملرنې له امله په صحي برخه کې ګڼې ستونزې شته. د سرطان په څیر نورو هغو ناروغیو چې درملنه یې په افغانستان کې نه کیږي او داکتران ناروغانو ته منفي ځواب ورکوي، افغانان اړ کیږي چې له هیواده بهر د درملنې له پاره لاړ شي.

اوس چې هند په افغانانو هر ډول ویزې بندې کړي، نو د ټولو سختو ناروغانو د درملنې له پاره یوازینی ځای پاکستان دی.خو پاکستان په افغانانو سخته ناروا راخیستې.

ویزې په عادي ډول نه ورکوي او هره ورځ د سلګونو افغانانو ویزې ردوي.

د ویزو ردولو افغانان اړ کړي چې د خپلو ناروغانو د درملنې له پاره کمیشن کارانو ته پیسې ورکړي او هغه ویزه چې اته نیم ډالره قیمت لري، په اته سوه یا زیاتو ډالرو یې ترلاسه کړي.

دغو پیسو کې په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه نیولې د پاکستان د مرکزي حکومت پورې اشخاص شریک دي او هر مسول شخص خپله برخه ترلاسه کوي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ هوکړه شوې وه چې هغو ناروغانو ته به په ټوکن باندې پاکستان ته د تګ اجازه ورکوي چې افغانستان کې یې درملنه نه کیږي، خو له تیرو پنځلس ورځو راهیسې پاکستان افغان ناروغانو ته د ټوکن ورکول هم بند کړي دي.

په دغو ناروغانو کې لوی شمیر د سرطان د ناروغانو دی چې پاکستان کې یې درملنه روانه ده، خو اوس د ټوکن د بندیدو له امله ناروغان سخت کړیږي.

افغان حکومت ته په کار ده چې پاکستان سره د ټوکن او ویزو مسله حل کړي او پرې ومني چې له رشوت اخیستو څخه ډډه وکړي.

دغه راز، له هند څخه باید وغوښتل شي چې که نور نه وي، ناروغانو او سوداګرو ته دې د ویزو ورکړه پیل کړي، تر څو افغانان د پاکستان له مجبوریت څخه خلاص شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version