د کابل ښاروالۍ وايي، د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډگر له څلورلارې څخه د کابل – جلال‌اباد تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو او تر استملاک لاندې ملکیتونو د ویجاړولو او پاکولو چارې، دکابل ښاروالۍ له خوا روانې دي.

یادې ادارې ویلي، د دغه سړک په اوږدو کې (۵۰۱) ملکیتونه استملاک شوي چې د استملاک قانون له مخې یې مالکانو ته د حقونو د ورکړې بهیر هم پیل شوی دی.

د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د مسوولنیو په وینا، د دغه سړک د جوړولو او پراختيا چارې به د ډيزاين له مخې، د( ٢٧٩٤) مترو په اوږدوالي او (٦٠) مترو په سور سره د خنډونو له پاکولو وروسته پيل او د یوه معیاري سړک د ټولو جزئياتو په گډون به د (۲۰) کاري میاشتو په موده کې په اساسي توگه بشپړې شي.:«د دغه مهم نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د کابل ښار د اقتصادي ودې لپاره د زمینې برابرولو په موخه، د ماسټر پلان له مخې ترسره کېږي.»

اوسمهال د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د کابل ښاروالۍ له لوري گڼې رغنیزې پروژې پیل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې د کابل ښاروالۍ هغه اداره یادېږي چې په لنډ وخت کې یې د ښار بڼه بدله کړه او کابل یې نور هم ښکلی کړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version