د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کونړ په شپږ ولسوالیو کې د شپږو چکډیمونو د جوړولو چارې د څه باندې ۱۲ مېلیونه افغانۍ په ارزښت روانې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په نرنگ ولسوالۍ کې د کوچیانو چکډیم د جوړولو چارې ۸۰ سلنه، په اسمار ولسوالۍ کې د ډمبرو چکډیم چارې ۷۵سلنه، په وټهپور ولسوالۍ کې د قمچي ناو چکډیم چارې ۲۵ سلنه، په څوکۍ ولسوالۍ کې د گريگال چکډیم چارې ۵ سلنه، په خاص کونړ ولسوالۍ کې د حکیماباد چکډیم چارې ۵ سلنه او په سرکاڼو ولسوالۍ کې د باروگۍ چکډیم چارې هم چې څه موده وړاندې پیل شوې وې اوسمهال په ښه توگه روانې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه چکډیمونه د اوبو او انرژي وزارت په مالي لگښت سره په یاد ولایت کې د اوبو د مدیریت، د سېلابونو د ویجاړیو د مخنیوي، د کرنیزو اوبو د چمتو کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي.
د یو بل خبر له مخې، د لوگر سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د محمداغې ولسوالۍ د اببازک سیمې د ډاک کلا چکډیم چارې له نږدې لیدلي دي.
د دغه چکډیم چارو په بشپړېدو سره به څه د پاسه پينځه زره متره مکعب اوبه ذخیره شي چې د ځمکې لاندې اوبو په پیاوړتیا کې به اغېزمن رول ولري.
اوسمهال د هېواد په گڼو سیمو کې د چکډیمونو د جوړولو چارې روانې دي، چې موخه یې د اوبو مدیریت، د سېلابونو د ویجاړیو مخینوی، د کرنیزو اوبو د چمتو کولو او د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا ده.