کابل ښاروالي وايي، ترانسپورتي او ښاري اسانتیاوو ته د ښاریانو د لاس‌رسي په موخه د کارته‌نو له درېیم سړک څخه د کارته‌نو تر تپې پورې به د دغه سړک د فرعي لیکو د پاتې برخو د جوړولو چارې ډېر ژر پیل شي.

د کابل ښاروالۍ د اتمې ناحیې رئیس روح الله عثماني وايي، د یادو فرعي سړکونو په اوږدو کې مېشتو اصنافو ته خبر ورکړل شوی، چې ژر تر ژره دې یاه سیمه خالي کړي، تر څو د سړک پر وړاندې شته خنډونه پاک شي او چارې یې پیل شي.: «ټاکل شوې ده چې د لښتیو، پلو لارو او گلدانونو په گډون به د دوه کیلو مترو په اوږدوالي د کارته‌نو سړک د فرعي لیکو د پاتې برخو د جوړولو چارې ډېر ژر پیل شي.

د خبرپاڼې له مخې، کابل ښاروالۍ پرو سږکال د سیاه‌سنگ له نقلیې څخه د کارته‌نو تر لومړي سړک پورې د یاد سړک د یوې فرعي لیکې چارې بشپړې کړې دي.: «د کارته‌نو سړک د فرعي لیکو په جوړېدو سره به په یاده سیمې کې ترافیکي گڼه‌گوڼه کمه او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، کابل ښاروالۍ د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د سړکونو، لویو لارو، پلې لارو او نور رغنیز کارونه پیل کړي، چې گڼې پروژې سرته رسېدلي او پر گڼو پروژو عملي کارونه روان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version