کابل ښاروالي وايي، په راتلونکو څو ورځو کې د ښار په یو شمېر نوو سړکونو او واټونو کرښې اچوي.
د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په خبره، په سړکونو او واټونو د کرښو اچول او د ترافیکي نښو او څراغونو نصبول له پېښو څخه د مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبوي او ترافیکي جریان ته نظم ور بښي.: «کابل ښاروالي ژمنه ده، په راتلونکو ورځو کې د ښار په یو شمېر نوو سړکونو او واټونو کرښې واچوي. له ښاریانو او موټر چلوونکو غوښتنه کوو چې په کرښو د موټر له چلولو څخه ډډه وکړي.»
کابل د هېواد پلازمېنه او یو له گڼهگوڼې ډک ښار دی، چې پر سړکونو یې هره ورځ زرگونه موټرې تگ راتگ کوي او ډېری موټر چلوونکي ترافیکي نښې او کرښې نه مراعتوي، چې له امله یې ډېری وخت لارې بندې وي او خلک په ساعتونو ـ ساعتونو په موټرونو کې بند پاتې وي.
که څه هم له تېرو دوو کلونو راهیسې کابل ښاروالۍ په دغه ښار کې گڼ شمېر سړکونه پاخه کړي، یو شمېر څلور لارې یې رغولي؛ خو لا هم د ښار گڼهگوڼه کمه شوې نه ده او ډېری وخت سړکونه بند وي.