کابل ښاروالۍ د لوی اختر را رسېدو په مناسبت ښاریانو ته د اسانتیاوو او د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه، د ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو د خرڅلاو لپاره ځانگړي ځایونه ټاکلي دي او په عامه ځایونو کې د څارویو پلورل په جدي توگه منع کړي دي.
له کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په مشخص شوو ځایونو کې ۵ناحیه، د ۶مې ناحیې د دارالامان ودانۍ شاته، د ۸مې ناحیې اړوند د امنیتي حوزې شاته سیمه، د ۱۰مې ناحیې د اریا ښارگوټی، د ۱۳مې ناحیې د چنغر چینه سیمه، د ۱۶ناحیې اړوند ۶۰متره سړک د الوخېلو سیمه، د ۱۷مې ناحیې اړوند د کابل ـ پروان سړک د کارېزمیر سیمه او د ۲۰مې ناحیې اړوند د عزیزي هوتک د تېلو ټانک سیمه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه راز د څارویو پلورونکو ته سپارښتنه شوې چې، د خپلو څارویو پلورلو په موخه دې له ټاکل شوو ځایونو څخه گټه پورته کړي او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.: «د یادو ځایونو په ټاکل کېدو سره به له یوې خوا د ښاریانو روغتیا خوندي او د بېلابېلو ناروغیو له خپرېدو څخه مخنیوي وشي او له بلې خوا به ښاریان وکولی شي په اسانۍ سره له ټاکل شوو ځایونو څاروي وپېري.»
د لوی اختر په ورځو کې د کابل په گڼو سړکونو د څارویو منډويي جوړې شوې وې، چې له یوې خوا یې گڼهگوڼه رامنځته کړي وي او له بل لوري ښار چټلېږي.